د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا کلید ته وویل، چې تېره شپه پنځو ناپېژنده وسله والو د د دغه ولایت د اوبې ولسوالۍ روغتیایي کلینیک ته اور ورته کړ.
دی زیاتوي، چې د خلکو او ناپېژنده وسله والو اختلافونه د دې لامل شول چې دغه روغتیایي مرکز وسوزول شي
په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا ریاست ټینګار کوي، چې دوی له پولیسو سره په ګډه د دې پېښې د عاملینو د نیولو په لټه کې دي.
خلک دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دغې ډلې تر اوسه په دې تړاو تبصره نه کړې.