ads

د کابل امنیه قومنداني: د سون توکو لپاره تر دامهاله مناسبه تګلاره نشته

د کابل د امنيې قومندانۍ چارواکو د پلازمېنه کابل د ناپاکه چاپيريال راز په ډاګه کړ او په ښکاره يې وويل، چې د چاپيريال ساتنې اړوند مسوولې ادارې په همدې برخه کې هېڅ روښانه مېکانيزم نه لري. د ژمي له را رسېدو سره سم په کابل کې هوا ډېره ککړه شوې. په همدې تړاو د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 مرغومی 1398
د کابل امنیه قومنداني: د سون توکو لپاره تر دامهاله مناسبه تګلاره نشته

د کابل د امنيې قومندانۍ چارواکو د پلازمېنه کابل د ناپاکه چاپيريال راز په ډاګه کړ او په ښکاره يې وويل، چې د چاپيريال ساتنې اړوند مسوولې ادارې په همدې برخه کې هېڅ روښانه مېکانيزم نه لري.
د ژمي له را رسېدو سره سم په کابل کې هوا ډېره ککړه شوې.
په همدې تړاو د چهارشنبې په ورځ هم د کابل د امنيې قومندانۍ او د چاپيريال ساتنې ملي ادارې ترمنځ يوه ګډه غونډه رابلل شوې وه.
د کابل د امنيې قومندان لوی پاسوال سيد محمد روشندل په دغه غونډه کې وويل، په کابل کې ۹۴ داسې سيمې يې تثبيت کړي، چې د غير قانوني سون توکو له کبله یې د کابل هوا ککړېږي.
نوموړي وويل، دوی د دې ترڅنګ سلګونه ټنه د سون توکي يې هم کشف کړي، خو د چاپيريال ساتنې په برخه کې د يو روښانه مېکانيزم د نشت له کبله حيران دي، چې له دغو توکو سره اوس څه وکړي.
په همدې حال کې د کابل د ولايت مقام سرپرستې او د ټولنيزو چارو مرستيالې حنيفې ګيرووال هم په دغه غونډه کې نیوکه وکړه، چې د کابل ښاروالۍ او د چاپيريال ساتنې ملي اداره د کابل د هوا د پاکوالي لپاره پر وخت اقدام نه کوي.
په دغه غونډه کې د چاپيريال ساتنې ملي ادارې چارواکو ته هم بلنه ورکړل شوې وه؛ خو له دغې ادارې چا ګډون نه وو کړی.
د کابل د ښاروالۍ ادارې مرستيالې مهتاب عالمي په همدې غونډه کې وويل، دوی له جمهور رييس غني سره په ورستيوکې د کابل د هوا د پاکوالي لپاره خبرې کړي دي.
د نوموړې په وينا، جمهور رييس د چاپيريال ساتنې په برخه کې پرېکنده اراده لري او ټېنګار يې د چاپيريال ساتنې په برخه کې پر عملي کارونه دی.
جمهور رييس غني څو ورځې وړاندې د چاپيريال ساتنې ملي ادارې له چارواکو سره د کابل د هوا پر ککړتيا خبرې وکړې.
جمهور رييس ټینګار وکړ، چې له سرغړوونکو سره بايد قانوني چلند وشي او د جزا قانون له مخې ورته سزا وټاکل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA