ads

په پکتیکا کې ۱۰۰۰ مېرمنو ته د چرګانو فارمونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس ابوبکر کلید ته وویل، د مرکز ښرنې په ګډون په څلورو ولسوالیو کې ۱۰۰۰هغو مېرمنو ته چې د کور سرپرستي ور پر غاړه یا يي اقتصادي حالت کمزوری وي، د چرګانو فارمونه ورکړل شول . هغه څرګندوي، چې په دې پروژه نېږدي ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 مرغومی 1398
په پکتیکا کې ۱۰۰۰ مېرمنو ته د چرګانو فارمونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس ابوبکر کلید ته وویل، د مرکز ښرنې په ګډون په څلورو ولسوالیو کې ۱۰۰۰هغو مېرمنو ته چې د کور سرپرستي ور پر غاړه یا يي اقتصادي حالت کمزوری وي، د چرګانو فارمونه ورکړل شول .
هغه څرګندوي، چې په دې پروژه نېږدي ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او په وینا يي په راتلونکي کې به د پکتیکا په نورو ولسوالیو کې هم دا پروګرام پیل شي.
د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې د مېرمنو د برخې مسولې ډاکتر نظیفي وویل، په یاده پروژه کې به یو زیات شمېر کورنیو ته کاري فرصتونه برابر شي او اقتصادي ستونزې به يي کمې شي.
نوموړی وايي، هرې کورنۍ ته ۳۰ قطعه يي چرګان ورکول کېږې او تر څنګ يي د هغوی دانه، جالۍ، واکسین او نور اړین توکي هم په پام کې نیول شوي دي.
د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څکمي وايي، په هېواد کې د څو لسیزو جګړو له کبله ډېر شمېر داسې مېرمنې شته چې د کورنۍ سرپرستي ور پر غاړه وي.
دی زیاتوي، چې مېرمنو ته د هګیو چرګانو د فارمونو ورکړه به وکولای شي، د یادو کورنیو اقتصادي ستونزې تر یو بریده کمې کړي.
بل لور د پکتیکا ولایتي شورا غړي عزیز عزیز له کلید سره په خبرو کې وویل، چې د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي په کرکېله بوخت او په وینا يي کرنې ریاست ته په کار ده، چې پر بنسټیزو پروژو کار وکړي .
یاده دې وي چې د باغدارۍ او مالدارۍ ( ان اچ ال پي) له لوري دا پروژه اوس مهال پر ښرنه سربېره په ارګون، یوسف خېل او یحيی خېل ولسوالیو کې پلي کېږې، خو ځايي خلک يي په نورو سیمو کې هم د پلي کېدو غوښتونکي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA