ads

په خوست کې رسنۍ ډېرې شوې، خو پر کیفیت یې خلک نیوکې کوي

په خوست کې اوس مهال ۱۴ راډیو ګانې، څلور تلویزیونونه او تر لسو ډيرې اونییزې، مجلې، او مهالنۍ خپرونې لري. له یادو راډيوګانو څلورو یې په دغه ولایت کې نوی فعالیت پیل کړی. په خوست کې د نوو رامنځ ته شوو راډيوګانو مسولین یې د جوړېدو لپاره هر یو خپل لید لوری لري. د ازمون […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 مرغومی 1398
په خوست کې رسنۍ ډېرې شوې، خو پر کیفیت یې خلک نیوکې کوي

په خوست کې اوس مهال ۱۴ راډیو ګانې، څلور تلویزیونونه او تر لسو ډيرې اونییزې، مجلې، او مهالنۍ خپرونې لري.
له یادو راډيوګانو څلورو یې په دغه ولایت کې نوی فعالیت پیل کړی.
په خوست کې د نوو رامنځ ته شوو راډيوګانو مسولین یې د جوړېدو لپاره هر یو خپل لید لوری لري.
د ازمون په نوم د نوې رامنځ شوې راډيو بنسټګر شریف الله سروري وایي، په داسې څه یې فکر کړې، چې له شته نورو رسنیو پاتې دي او دوی به په رښتیني ډول د ولس او دولت ترمنځ د پل رول اداکړي.
د هوا په نوم د یوې بلې نوې راډيو د منځپانګې او محتوا مسول ایوب یاد په دغه ولایت کې د رسنیو ډېروالی د حکومت او ملت په ګټه بولي، خو په عین وخت کې وايي، چې په خوست کې سیمه ییزو رسنیو ډېر کله خپل اهداف نه دي تعقیب کړي، چې له مخې یې خلک د باور پرځای بې باوره کړي دي.
هغه وایي، د همدې تللي باور د بیا رامنځ ته کېدو له کبله یې د نوې راډيو د جوړېدو هوډ وکړ.
د رڼا په نوم د یوې بلې نوې رامنځ شوې راډيو مسول مدیر نور سخي څمکنی وایي، په خوست کې تر دې وړاندې داسې راډيو نه وه، چې نشرات یې ټول اسلامي او مذهبي وي. د نوموړي په خبره چې اوس خلک کولی چې د دې راډيو له لارې په کورونو کې اسلامي ښوونه او روزنه ترلاسه کړي.
د ناز په نوم د یوې بلې نوې رامنځ ته شوې راډيو د نشراتو مسول مدیر اختر ځلاند څرګندوي، چې کارکوونکي به یې تر ډېره مېرمنې وي او دا به په خوست کې یوازنۍ راډيو وي، چې د ښځو لپاره نشرات کوي او له دې لارې به مېرمنې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره غږ اوچتوي.
سره له دې چې په خوست کې رسنۍ ډېرې شوې او پر خلکو یې اغېز زیات دی، خو د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي بیا د سیمه ییزو راډيو ګانو او تلویزیونونو پر خپرونو نیوکه کوي.
د خوست دوه تنه اوسېدونکي خلیل ګربزوال او انعام الله ځدراڼ وايي، سره له دې چې رسنۍ تر یوه بریده مسولیت اداکړی، خو د ځينو رسنیو نشرات او په ځانګړي ډول ځينې خپرونې یې له کلتور او فرهنګ سره په ټکر کې دي. د دوی په خبره، ان ځينې وخت یې د کورنۍ له نورو غړو سره یو ځای د لیدلو او اورېدلو وس نه لري.
سیف خوستی، چې ډېری وخت یې په رسنیز ډګر کې کار کړی او د دې برخې مسلکي پاتې شوی، د خلکو له یادو اندېښنو سره همغږی دی.
نوموړی ځکه په دې ولایت کې د یو شمېر رسنیو د خپرونو کیفیت ښه نه بولي، چې په وینا یې ترډېره پکې نا مسلکه او بې امتیازه خلک کار کوي.
د ده په خبره، همدا لامل دی چې په خوست کې خلک پر رسنیو تر یوه بریده بې باوره شوي دي.
د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس محمدانور زاهد هم منې چې یو شمېر خلکو په خوست کې له ځينو رسنیو او په ځانګړي ډول د یو شمېر خپرونو په تړاو شکایتونه تر دوی رسولي، خو وایي چې دوی یادې سرغړونې مرکز کابل ته دتخاطیو اړوند کمېسیون ته سپاري، چې پرېکړه یې د هغوی په لاس کې ده.
نوموړی ددې ترڅنګ وایي، اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو د کارکوونکو لپاره په دغه ولایت کې سیمینارونه او وراکشاپونه دایر کړي، څو په دې برخه کې د دوی ظرفیتونه لوړ کړي.
سیف خوستی وایي، که رسنۍ وغواړي چې پر دوی تللی باور بیرته ترلاسه کړي، نو له یوې خوا دې مسلکي کسان په دندو وګماري او له بلې خوا دې دیني او کلتوري حساسیتونه په پام کې ونیسي.
د ژورنالیزم د مسلکیانو او د دې برخې د کارپوهانو په خبره، که رسنۍ وغواړي چې په رښتيني ډول د څلورمې قوې ځای ونیسي، دوامداره او خپلواکې پاتې شي، نو د رسنیو څښتن دې د مارکېټېنګ لپاره پر منظمو طرحو او منځپانګو کار وکړي او کارکوونکو ته دې مناسب معاشونه وټاکي، چې په خبره یې دا چاره پر نورو دتکیه کېدو مخه نیسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA