ads

پر هلمند او کندهار د کجکي برېښنا پرې شوې

له تېر۱۲ ورځو راپه دېخوا هلمند او کندهار له برېښنا بې برخې دي او اوسېدونکي یې د ژمي په سړه هوا کې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د برېښنا د نشت له امله په لښکرګاه ښار کې یو شمېر مدنی فعالان او د ښار اوسېدونکي له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه کوي، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 مرغومی 1398
پر هلمند او کندهار د کجکي برېښنا پرې شوې
د کجکي بند

له تېر۱۲ ورځو راپه دېخوا هلمند او کندهار له برېښنا بې برخې دي او اوسېدونکي یې د ژمي په سړه هوا کې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د برېښنا د نشت له امله په لښکرګاه ښار کې یو شمېر مدنی فعالان او د ښار اوسېدونکي له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره هلمند او کندهار ته برېښنا لېږد اجازه ورکړي.
همدغه راز بیا د لښکرګاه ښار اوسېدونکي هم غوښتنه کوي، چي له برېښنا څخه دې حکومت او طالبان سیاسي استفاده نه کوي. دوی وايي، د برېښنا د نشت له کبله یوازي عام وګړي له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او دامهال ان د څښاک اوبه په ډېرو ستونزو پیدا کېږي.
بل خوا، په هلمند کي د برېښنا شرکت ریس وحیدالله علیزی وایي، یاده ستونزه هغه مهال رامنځ ته شوه، چي د کجکي د برېښنا فابریکې د کار کوونکو د تګ راتګ لپاره وسله والو طالبانو یوه ځانګړې لاره په نښه کړه، خو حکومتي چارواکو بیا د طالبانو د ځانګړي شوي لارې مخالفت وکړ او پر دغو ولایتونو یې د برېښنا جریان پرې کړ.
دیادولو ده، چې کندهار او هلمند ولایتونو ته د کجکي د برېښنا د تولید له فابریکې څخه برېښنا ورکول کېژږي.
په دواړو ولایتونو کي د کجکي له برېښنا څخه ۹۷ زره کورنۍ ګټه اخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA