ads

سیاستوال: لس ورځنی اوربند به پر افغان سوله کوم مثبت اغېز ونه کړي

په داسې حال کې چې د افغان سولې د پرمختګ په اړه ځينې راپورونه خپاره شوي دي؛ خو سياسي شنونکي دغو راپورونه ته چندان خوښ نه دي. په کابل کې د سياسي چارو شنونکي او طالبانو ته نېږدې څېرې د افغانستان د سولې لپاره پر وروستيو اوچت شوو ګامونو پاشلي نظرونه لري او هېڅ يو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 مرغومی 1398
سیاستوال: لس ورځنی اوربند به پر افغان سوله کوم مثبت اغېز ونه کړي
د قطر غونډه

په داسې حال کې چې د افغان سولې د پرمختګ په اړه ځينې راپورونه خپاره شوي دي؛ خو سياسي شنونکي دغو راپورونه ته چندان خوښ نه دي.
په کابل کې د سياسي چارو شنونکي او طالبانو ته نېږدې څېرې د افغانستان د سولې لپاره پر وروستيو اوچت شوو ګامونو پاشلي نظرونه لري او هېڅ يو د امريکا او طالبانو ترمنځ لس ورځيني احتمالي اوربند ته هیله مند نه دي.
د سياسي او پوځي چارو شنونکي محمد يوسف امين ځاځي کليد ته وويل، د طالبانو او امريکا ترمنځ اوربند له کوم ضمانت پرته ګواښوونکی کېدلی شي.
نوموړي اندېښنه وښوده، که د دغه اوربند څارنه ونه شي، نو دا امکان هم شته، چې د جګړې ښکېل لوري د يوې بلې جګړې لپاره تابیا ونیسي.
په همدې حال کې يو بل سياسي شنونکی سيد ناصر موسوي هم وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ لس ورځيني اوربند ته ځکه هیله مند نه دی، چې د افغانستان له حکومت سره د امريکا امنيتي تړون تر پوښتنې لاندې راولي.
په ورته وخت کې طالبانو ته نېږدې سرچينې هم له دې خبرې انکار کوي، چې ګڼي دغه لس ورځينی اوربند به يوازې د امريکا او طالبانو ترمنځ وي.
د طالبانو پخوانی غړی او د اسلامي انقلاب ګوند مشر مولوي قلم الدين کليد ته وويل، طالبان به د سولې مسودې تر هوکړې وړاندې هېڅکله د امريکا په غوښتنه دغه لس ورځيني اوربند ته حاضر نه شي.
نوموړي زياته کړه، د سولې تر هوکړې وروسته به دغه اوربند عام او ټول شموله وي.
د طالبانو يو بل پخوانی غړی سيد اکبر اغا له کليد سره په خبروکې بيا وايي، دمګړۍ امريکا د افغان سولې ټوله اجنډا په لس ورځيني اوربند مشروطه کړې ده او هېڅ د پرمختګ څرک نه لګي.
ځينو رسنيو راپور ورکړی، چې طالب پلاوي په پاکستان کې له خپلو مشرانو سره له سلا مشورو وروسته دغې پايلې ته رسېدلي، چې له امريکا سره لس ورځيني اوربند ته غاړه کېږدي.
دغه خبره تراوسه طالبان يا امريکا نه ده تاييد کړې او افغان حکومت هم زموږ د همدې پوښتنې په ځواب کې وويل، ترهغو چې دغه خبرې رسما تاييد نه شي؛ نو دوی يې په اړه څه نه شي ويلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA