ads

د پکتیکا له دارالمعلمین څخه ۲۴ نجونې فارغې شوې

د پکتیکا عالي دارالمعلمین مشر محمد اسحاق ارین کلید ته وویل، تېر کال په ارګون ولسوالۍ کې ۶ نجونې فارغې شوې وې، خو سږ کال په یوسف خېل او ارګون کې ۲۴ نجونو له دارالمعلمین څخه د فراغت سندونه تر لاسه کړل. هغه څرګندوي، چې تر راتلونکو درې کلونو به د پکتیکا له دارالمعلمین څخه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 مرغومی 1398
د پکتیکا له دارالمعلمین څخه ۲۴ نجونې فارغې شوې
په پکتیکا کې له دارلمعلمین څخه فارغې شوې نجونې

د پکتیکا عالي دارالمعلمین مشر محمد اسحاق ارین کلید ته وویل، تېر کال په ارګون ولسوالۍ کې ۶ نجونې فارغې شوې وې، خو سږ کال په یوسف خېل او ارګون کې ۲۴ نجونو له دارالمعلمین څخه د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
هغه څرګندوي، چې تر راتلونکو درې کلونو به د پکتیکا له دارالمعلمین څخه نېږدي ۱۰۰ نجونې فارغې شي، چې دا به د دغه ولایت د ښځینه ښوونکو د کمښت ستونزه هواره او زده کړو ته به د نجونو لېوالتیا ډېره کړي.
د پکتیکا پوهنې ریاست تدریسې مرستیال محمد نسیم واجد وايي، د یونیسف موسیسې په مالي مرسته تر دې وړاندې هم له دارالمعلمین څخه همدا ډول نجونې فارغې شوې دي.
هغه وویل، په دغه ولایت کې د ښځینه ښوونکو کمښت لویه ننګونه ده او په وینا يي پلان لري چې دا پروګرام نورو ولسوالیو ته هم وغځوي او د ښځینه ښوونکو تشه په بشپړه توګه ډکه کړي.
پر همدې مهال د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالوهاب کلید ته وویل، د پخوا په پرتله په دې سیمه کې د نجونو د زده کړو پر وړاندي د خلکو فکرونه جوړ شوي او ډېری هغه يي اوس د نارینه اولادنو تر څنګ په لوڼو هم زده کړي کوي.
نوموړی څرګندوي، دا څه بسنه نه کوي، پکتیکا د پراخي اراضي او ډېر نفوس لرونکی ولایت دی او د نجونو د زده کړو په برخه کې لا ډېر کار ته پکي اړتیا تر سترګو کېږې.
یاده دې وي چې د پکتیکا په ځينو سیمو کې لا هم ناوړه کلتوري رواجونه واکمن دي او ډېر کله خلک زړه نه ښه کوي، چې خپلې لوڼې ښوونځي ته ولېږې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA