ads

د سوريې پوځ په ادليب ولايت کې د نصره جبهې لوى پټنځاى ونيو

راپورونه وايي، د سوريې پوځ د دغه هېواد په ادليب ولايت كې د ترهګرو په وړاندې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نصره جبهې مهم او لوى پټنځاى د بشارالاسد د ځواکونو له لوري ونيول شو. ياد عمليات، چې د هوايي او ځمکنيو ځواکونو په مرسته ترسره شوي، په پايله […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 مرغومی 1398
د سوريې پوځ په ادليب ولايت کې د نصره جبهې لوى پټنځاى ونيو

راپورونه وايي، د سوريې پوځ د دغه هېواد په ادليب ولايت كې د ترهګرو په وړاندې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نصره جبهې مهم او لوى پټنځاى د بشارالاسد د ځواکونو له لوري ونيول شو.
ياد عمليات، چې د هوايي او ځمکنيو ځواکونو په مرسته ترسره شوي، په پايله کې يې د ادليب ولايت ډېر شمېر سيمې د سوريې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
تراوسه په دې عملياتو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ادليب ولايت ډېرې برخې له کلونو راهيسې د دولت د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې دي.
د سوريې په اته کلنه كورنۍ جګړه کې زرګونه کسان ووژل او ميليونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA