ads

په امريكا كې ټرافيکي پېښې ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

امريکايي رسنيو راپور ورکړى، چې د دغه هېواد په ويرجينيا ايالت کې د لسګونو وړو موټرونو د ټکر په پېښه کې پنځه کسان ووژل شول او ۵۱ نور ټپيان شول. د سرچينې په وينا، په دې پېښه کې ټول ژوبل شوي کسان د درملنې په هدف روغتون ته وړل شوي دي. تراوسه د ټکر علت […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
2 مرغومی 1398
په امريكا كې ټرافيکي پېښې ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

امريکايي رسنيو راپور ورکړى، چې د دغه هېواد په ويرجينيا ايالت کې د لسګونو وړو موټرونو د ټکر په پېښه کې پنځه کسان ووژل شول او ۵۱ نور ټپيان شول.
د سرچينې په وينا، په دې پېښه کې ټول ژوبل شوي کسان د درملنې په هدف روغتون ته وړل شوي دي.
تراوسه د ټکر علت معلوم نه دى او په اړه يې د پوليسو څېړنې روانې دي.
د امريکا په ګډون په ډېرى هغو هېوادونو کې، چې هلته ګڼه ګوڼه ډېره ده، وخت ناوخت دا ډول پېښې رامنځته کېږي او ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA