ads

ټرمپ د توغندويي ستونزو د حل لپاره خپل روسي سيال ته ليک لېږلى

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت پرون اعلان وکړ، چې د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د منځني واټن ويشتونکو اټومي توغنديو د منع شوي تړون په اړه خپل روسي سيال ولاديمير پوتين ته ليک لېږلى دى. په دغه ليک کې ويل شوي، چې امريکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي وسلو پر سر د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
2 مرغومی 1398
ټرمپ د توغندويي ستونزو د حل لپاره خپل روسي سيال ته ليک لېږلى

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت پرون اعلان وکړ، چې د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د منځني واټن ويشتونکو اټومي توغنديو د منع شوي تړون په اړه خپل روسي سيال ولاديمير پوتين ته ليک لېږلى دى.
په دغه ليک کې ويل شوي، چې امريکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي وسلو پر سر د شته ستونزو د حل په هدف د دوه اړخيزو اړيکو د دوام لپاره چمتووالى لري.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې دا ليک د توغندويي پراختيا په برخه کې د پوتين وړانديز ته د ټرمپ د ځواب په معنا دى.
د ويلو ده، چې امريکا د روان ميلادي کال په اګسټ مياشت کې په رسمي ډول له ياد تړونه خپل وتل اعلان کړل.
سپينې ماڼۍ ادعا وکړه، چې روسيې دغه تړون نقض کړى، خو مسکو تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA