ads

د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې، ځینو ومنلې او ځینې یې لا هم نه مني

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نن د جمهوري ریاست ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې اوس هم یو شمېر معترض کاندیدان د دغو ټاکنو پر پایلو نیوکه کوي. د همدې نیوکو پر بنسټ هیله کېږي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په دقیق ډول شکایتونه وارزوي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغه پر اساس […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 مرغومی 1398
د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې، ځینو ومنلې او ځینې یې لا هم نه مني

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نن د جمهوري ریاست ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې اوس هم یو شمېر معترض کاندیدان د دغو ټاکنو پر پایلو نیوکه کوي. د همدې نیوکو پر بنسټ هیله کېږي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په دقیق ډول شکایتونه وارزوي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغه پر اساس وروستۍ پایلې شریکې کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له څه باندې دوه میاشتني ځنډ وروسته د دې جوګه شو چې د ۱۳۹۸ کال د تلې د شپږمې نېټې د ټاکنو لومړنۍ پایلې له ولس سره شریکې کړي.
خو د دغه کمېسیون پر غړو له هغه پيل نه دا نیوکې وې، چې خپلو کې سره ښکېل دي او هېڅ ډول همغږي يې په منځ کې نشته. انتخاباتي بنسټونو هم دا ویل چې دغه مساله کولای شي کړکېچ ته لار پرانیزي او پايلې وځنډېږي. بالاخره همداسې هم وشول او د یو شمېر تخنيکي او نورو ستونزو ترڅنګ لومړنۍ پایلې څه باندې دوې میاشتې وځنډېدې.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د اعلان شوو پایلو له مخې:
محمد اشرف غني ۵۰.۶۴ فیصده رایې
ډاکتر عبدالله عبدالله ۳۹.۵۲ فیصده رایې
انجنیر ګلبدین حکمتیار ۳.۸۵ فیصده رایې
رحمت الله نبیل ۱.۸۶ فیصده او پاتې نورو کاندیدانو له یوه فیصد هم کمې رایې ترلاسه کړې دي.
دا فیصدي د یو میلیون او ۸۲۴ زره او ۴۰۴ رایو ده.
کله چې د پایلو لېست ته ځير کېږو، یوه مساله ډېره عجیبه ترسترګو کېږي، هغو کاندیدانو چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره سل زره تذکرې راوړې وې او د ګټلو دعوې يې کولې، حتی په دې نه دي توانېدلي چې ۱۵ زره رايې هم راوړي. د انتقاد خبره په دې کې دا ده، دغو ښاغلو چې رایې نه‌درلودې، دا سل سل زره د تذکرو کاپۍ یې له کومه کړې؟
متعرض کاندیدان او په تېره ډاکتر عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمیتار، رحمت الله نبیل او یو شمېر نورو کاندیدانو د ۳۰۰ زره رایو د باطلولو غوښتنه وکړه، چې د دوی په نظر ناپاکې رايې بلل شوې وي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې دا غوښتنه ونه منله او په پای کې ولیدل شول، چې د ثبات او همپالنې ټيم په اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورنه کړه او په پاتې نورو ۲۲ ولایتونو کې دا پروسه بشپړه شوه.
تېره اوونۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته اجازه ورکړه، چې په يادو اووه ولایتونو کې د رايو بیا شمېرنه وښي. دغه کار د پایلو له اعلان سره مرسته وکړه او د دې سبب وګرځېد چې کمېسیون لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د لومړنیو پایلو له اعلان سره د ثبات او همپالنې ټیم په يوې اعلاميې کې وويل، چې دا پايلې نه مني، ځکه د نابايومیتریکو رایو په اړه غوښتنه يې نه ده منل شوې.
اوس که څه هم پایلې اعلان شوې او دا لومړنۍ پایلې دي، د دې ډېر امکان شته چې يو شمېر انتقادونه موجود وي. خو معترض کاندیدان کولای شي چې د قانون له مخې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو خپل مستند شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وسپاري او هغوی يې ارزونه وکړي.
اوس د ټاکنیزو کمېسیونونو دنده ده چې د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون د معترضو کانیدانو د شته بې باوریو د له منځه وړلو او د ولس د لا اعتماد د ساتلو لپاره په پوره دقت او امانتدارۍ خپله دنده ترسره کړي او د خپلو اساسي ارزونو په رڼا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د وروستیو پایلو د اعلان لپاره زمینه برابره کړي او ښکاره کړي؛ چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دې ملي پروسې د اعتبار د ساتلو وروستۍ هڅه کوي.
که چېرې د شکایتونو کمسیون هم په دې ونه‌توانېږي چې د خلکو باور د ټاکنو پر روانې پروسې ورغوي، وېره دا ده چې په راتلونکو ټاکنو کې به د خلکو د ګډون سطحه تر دې پیکه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA