ads

د داعش ډلې په بريد کې څلور عراقي سرتیري ووژل شول

د عراق امنيتي چارواکي خبر ورکوي، چې د دې هېواد د صلاح الدين ولايت په شمال کې د داعش ډلې په بريد کې څلور عراقي سرتېري ووژل شول. داعش ډلې پرون د عراقي ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ. د يو بل خبر له مخې، په عراق کې د مېشتې الحشد الشعبي ډلې يو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 مرغومی 1398
د داعش ډلې په بريد کې څلور عراقي سرتیري ووژل شول

د عراق امنيتي چارواکي خبر ورکوي، چې د دې هېواد د صلاح الدين ولايت په شمال کې د داعش ډلې په بريد کې څلور عراقي سرتېري ووژل شول.
داعش ډلې پرون د عراقي ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
د يو بل خبر له مخې، په عراق کې د مېشتې الحشد الشعبي ډلې يو جنګيالى هم له داعشيانو سره په نښته کې وژل شوى دى.
داعش ډله په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې په عراق کې له ماتې سره مخ شوه، خو اوس يې يو ځل بيا هلته سر را پورته کړى او وخت ناوخت پر عراقي ځواکونو بريدونه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA