د هلمند په ګرمسېر او نوزاد ولسواليو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې هوايي ځواكونو يې تېره ورځ په ګرمسېر ولسوالۍ كې د طالبانو يو فيلډر ډوله موټر په نښه كړ او درې طالبان يې ووژل.
سرچينه وايي، د طالبانو ياد موټر د كشفي ارګانونو تر څار لاندې و، چې بالاخره د افغان ځواكونو تر هوايي بريد لاندې راغى.
بلخوا د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې تېره ورځ د نوزاد ولسوالۍ په نوزاد رود سيمه کې درې طالبان د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
د سرچينې په وينا، دغو طالبانو د وسايطو ضد ماين لېږداوه، چې په لاره كې پرې وچاودېد.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


