ads

په كابل ښار كې د غلو نهه كسيزه ډله ونيول شوه

د كابل پوليسو د غلو يوه نهه كسيزه ډله، چې د كابل – ميدان وردګ پر لويه لار به يې نقليه وسايط او د خلكو پيسې غلا كولې، ونيوله. د كابل امنيه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دغو كسانو څه موده وړاندې د يادې لارې په اوږدو كې له ګازو ډك يو ټانكر غلا كړى […]

نویسنده: hewadpal
30 لیندۍ 1398
په كابل ښار كې د غلو نهه كسيزه ډله ونيول شوه

د كابل پوليسو د غلو يوه نهه كسيزه ډله، چې د كابل – ميدان وردګ پر لويه لار به يې نقليه وسايط او د خلكو پيسې غلا كولې، ونيوله.
د كابل امنيه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دغو كسانو څه موده وړاندې د يادې لارې په اوږدو كې له ګازو ډك يو ټانكر غلا كړى و او غوښتل يې په كابل ښار كې يې د ګازو په يوه واردوونكي شركت وپلوري.
سرچينه وايي، پوليسو غلا شوى ټانكر او ګاز يې د كابل ښار د ۱۹مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ترلاسه كړل او د دوو جلا عملياتو په ترڅ كې يې د دې قضيې په تړاو نهه تنه ونيول.
بايد وويل شي، چې د هېواد د لويو لارو مسافر تل د وسله والو غلو له شتونه شكايت كوي او له حكومته غواړي، چې د دوى امنيت دې ټينګ كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA