د غزني ولايتي چارواكي وايي، سر له ننه په دغه ولايت كې په كلدارو راكړه وركړه منع ده او له سرغړوونكو سره به جدي قانوني چلند وشي.
د غزني ولايت مقام د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې هېڅ صراف نه شي کولى د بازار له بيې په ټيټه بيه کلدارې په افغانيو تبادله کړي، كنه د دې كار په صورت كې به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، هېڅ دولتي نظامي او د څارنې د ټيم غړي مامورين نه شي كولى له دوكاندارانو، سوداګريزو مركزونو او يا عامو خلكو د كلدارو پر راكړې وركړې د ممنوعيت په نوم دا پيسې واخلي.
د سرچينې په وينا، هغه دوكانداران او د سوداګريزو مركزونو مسوولين به نغدي جريمه او كاروباري مركز به يې مهرولاك شي، چې په كلدارو راكړه وركړه وكړي.
په خبرپاڼه كې له عامو خلكو غوښتل شوي، چې ورسره كلدارې دې په صرافيو كې په افغانيو بدلې كړي او توكي دې په خپلو ملي پيسو وپېري.
تر دې وړاندې په ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو كې هم د افغانيو د دودلو هڅې پيل شوې دي.


