ads

هوايي بريدونو په سوريه كې لسګونه زره وګړي بې ځايه كړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، له يوې اونۍ راهيسې د سوريې په ادليب ولايت كې د هوايي بريدونو له كبله لسګونه زره ملكي وګړي د خپلو كورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. په ورته وخت كې د سوريې د بشري حقونو لندن مېشتې ډلې ويلي، چې په ياد ولايت […]

نویسنده: hewadpal
30 لیندۍ 1398
هوايي بريدونو په سوريه كې لسګونه زره وګړي بې ځايه كړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، له يوې اونۍ راهيسې د سوريې په ادليب ولايت كې د هوايي بريدونو له كبله لسګونه زره ملكي وګړي د خپلو كورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
په ورته وخت كې د سوريې د بشري حقونو لندن مېشتې ډلې ويلي، چې په ياد ولايت كې د سوريې د حكومتي ځواكونو او وسله والو ډلو ترمنځ په نښتو كې د ۲۴ ساعتونو په مهال ۸۰ تنه وژل شوي دي.
دې ډلې همدارنګه پر ادليب ولايت د روسي الوتكو د سختو هوايي بريدونو خبر هم وركړى دى.
دا ولايت، چې د سوريې د كورنيو بې ځايه شوو په ګډون د شاوخوا درې ميليونه وګړو استوګنځاى دى، له القاعده شبكې سره د تړلې هيئت تحرير الشام ډلې له خوا كنټرولېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA