ads

طالبان: بين الافغاني مذاكرات د بهرنيو ځواكونو پر وتلو تر هوكړې وروسته پيلېږي

طالبان يو ځل بيا ټينګار كوي، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو پر وتلو تر هوكړې وروسته به بين الافغاني مذاكرات پيل شي. په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، بين الافغاني مذاکرات په هغه صورت کې پيلېږي، چې له امريکا سره د ټولو بهرنيو سرتېرو […]

نویسنده: hewadpal
30 لیندۍ 1398
طالبان: بين الافغاني مذاكرات د بهرنيو ځواكونو پر وتلو تر هوكړې وروسته پيلېږي

طالبان يو ځل بيا ټينګار كوي، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو پر وتلو تر هوكړې وروسته به بين الافغاني مذاكرات پيل شي.
په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، بين الافغاني مذاکرات په هغه صورت کې پيلېږي، چې له امريکا سره د ټولو بهرنيو سرتېرو د وتلو هوكړه ليك لاسليک شي.
نوموړي ويلي، چې په بين الافغاني مذاکراتو کې به ټول كورني لوري شامل وي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا د دفاع وزير مارك اسپر د تېرې پنجشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه كې وويل، ترڅو چې د ترهګرو په امن پټنځايونو د افغانستان د بياځلي بدلېدو په اړه ډاډ ترلاسه نه شي، امريكايي سرتېري به په دې هېواد كې حضور ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA