ads

د غزني د ده يك ولسوالۍ ولسوال ټپي شو

د غزني د ده يك ولسوالۍ ولسوال فضل الرحمان نظروال له وسله والو طالبانو سره په نښته كې ټپي شو. د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، نظروال د طالبانو د ځپلو په هدف په پيل شوو تصفيوي عملياتو کې د امنيتي سرتېرو ترڅنګ حضور درلود، چې د جمعې په ورځ له […]

نویسنده: hewadpal
30 لیندۍ 1398
د غزني د ده يك ولسوالۍ ولسوال ټپي شو

د غزني د ده يك ولسوالۍ ولسوال فضل الرحمان نظروال له وسله والو طالبانو سره په نښته كې ټپي شو.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، نظروال د طالبانو د ځپلو په هدف په پيل شوو تصفيوي عملياتو کې د امنيتي سرتېرو ترڅنګ حضور درلود، چې د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ په رامك سيمه كې په رامنځته شوې نښته كې په پښه ټپي شوى دى.
نوموړي د ده يك د ولسوال روغتيايي حالت د ډاډ وړ باله او ويې ويل، چې په كابل كې يې درملنه روانه ده.
د نوري په خبره، په ياده نښته كې درې طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې د غزني په ده يك ولسوالۍ كې يې پنځه افغان سرتېري وژلي او د دې ولسوالۍ د ولسوال په ګډون يې درې تنه نور ټپيان كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA