ads

جمهور رئيس غني د ثريا پرليكا پر مړينې خواشيني وښوده

د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله ثريا پرليكا تېره شپه په سويس كې د ورپېښې ناروغۍ له كبله د ۷۵ كلونو په عمر مړه شوه. جمهور رئيس محمد اشرف غني د مېرمن پرليكا پر مړينې خواشيني ښودلې او هغه يې د هېواد لپاره يوه لويه ضايعه بللې ده. د نوموړي په خبره، مېرمن پرليكا […]

نویسنده: hewadpal
30 لیندۍ 1398
جمهور رئيس غني د ثريا پرليكا پر مړينې خواشيني وښوده

د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله ثريا پرليكا تېره شپه په سويس كې د ورپېښې ناروغۍ له كبله د ۷۵ كلونو په عمر مړه شوه.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د مېرمن پرليكا پر مړينې خواشيني ښودلې او هغه يې د هېواد لپاره يوه لويه ضايعه بللې ده.
د نوموړي په خبره، مېرمن پرليكا په تېرو څلورو لسيزو كې په سختو شرايطو كې د افغان ښځو د حقونو ترلاسه كولو په هدف خپلې نه ستړې كېدونكې مبارزې ته دوام وركړ.
بل پلو د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ويلي، له هغه وخته، چې يادې فعالې په افغانستان كې د ښځو د حقونو د ټينګښت لپاره مبارزه پيل كړه، تر دا مهاله بنسټيز بدلونونه رامنځته شوي دي.
ثريا پرليكا په ۱۳۲۳ هجري لمريز كال كې د كابل په بګرامي ولسوالۍ كې نړۍ ته سترګې وغړولې، خپلې لوړې زده كړې يې د كابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځي كې بشپړې كړې او ماسټري يې په اوكراين كې ترلاسه كړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA