د ټاكنو خپلواك كمېسيون په ۳۴ ولايتونو كې د رايو د تفتيس، بيا شمېرنې او باطلولو بهير د بشپړېدو خبر وركوي.
دې كمېسيون تېره شپه ويلي، چې دا بهير د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو د استازو، ټاكنيزو څارونكو او د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون د استازو په حضور كې بشپړ شو.
د رايو د تفتيس، بيا شمېرنې او باطلولو بهير د تېرې لړم مياشتې په ۱۸مه نېټه په ۲۷ ولايتونو كې پيل او وروسته بشپړ شو، خو د ثبات او همپالنې د ټاكنيزې ډلې پلويانو د ټاكنو خپلواك كمېسيون ته اجازه ورنه كړه، چې ياد بهير په تخار، سرپل، بدخشان، جوزجان، فارياب، بغلان او پنجشېر ولايتونو كې هم پلى كړي.
كله چې د ثبات او همپالنې د ټاكنيزې ډلې مشر عبدالله عبدالله له خپلو ملاتړو وغوښتل، چې په پاتې اوو ولايتونو كې دغه كمېسيون ته د رايو د بيا شمېرلو اجازه وركړي، نو د ټاكنو خپلواك كمېسيون په دې ولايتونو كې د تېرې يكشنبې په ورځ راى شمېرنه پيل كړه او بالاخره يې پاى ته ورسوله.
د ياد كمېسيون مسوولينو ويلي وو، چې د رايو د تفتيش، بيا شمېرنې او باطلولو بهير او اړوندو چارو تر پاى ته رسېدو وروسته به ژر د جمهوري رياست ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلان كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


