افغان ځواكونو د لغمان په قرغيو ولسوالۍ كې ۱۱ وسله وال طالبان وژلي دي.
د دې ولايت د ملي امنيت له رياسته په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، ځانګړو ځواكونو يې تېره شپه د قرغيو ولسوالۍ په زنګور سيمه كې د طالبانو پر مركزونو عمليات ترسره كړي، چې په مهال يې ۱۱ طالبان وژل شوي او د هغوى څلور مركزونه له منځه وړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، عمليات كوونكو سرتېرو د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.
سرچينه وايي، په يادو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


