ads

په كندهار كې ټرافيكي پېښې نهه تنه ووژل

د كندهار امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په ارغنداب ولسوالۍ كې اوبو ته د يوه موټر د لوېدو له كبله نهه تنه وژل شوي دي. د كندهار د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر باركزي كليد ته وويل، د واده د ورا يو موټر، چې له شاه ولي كوټ ولسوالۍ څخه كندهار ښار ته پر […]

نویسنده: hewadpal
29 لیندۍ 1398
په كندهار كې ټرافيكي پېښې نهه تنه ووژل

د كندهار امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په ارغنداب ولسوالۍ كې اوبو ته د يوه موټر د لوېدو له كبله نهه تنه وژل شوي دي.
د كندهار د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر باركزي كليد ته وويل، د واده د ورا يو موټر، چې له شاه ولي كوټ ولسوالۍ څخه كندهار ښار ته پر لاره و، تېره شپه شاوخوا اووه بجې د ارغنداب ولسوالۍ د سيدانو كلاچې په سيمه كې اوبو ته لوېدلى دى.
د نوموړي په خبره، په دې ټرافيكي پېښه كې پنځو ښځو، درېيو ماشومانو او موټر چلوونكي خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
باركزي د پېښې علت د موټر چلوونکي بې احتياطي ياده كړه.
د موټر چلوونكو د بې احتياطۍ ترڅنګ د سړكونو خرابوالى او د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل په هېواد كې د ټرافيكي پېښو عمده علتونه دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA