ads

د كاپيسا د يوه امنيتي كاركوونكي د ترور عاملين ونيول شول

د كاپيسا د ملي امنيت رياست د يوه كاركوونكي د ترور عاملين په پروان كې د امنيتي ځواكونو له لوري ونيول شول. د پروان د والي وياندې وحيدې شهكار پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې د بګرام ولسوالۍ په قلعه نصرو سيمه كې د نښتې په مهال يو نامسوول وسله وال كس وژل شوى دى. […]

نویسنده: hewadpal
29 لیندۍ 1398
د كاپيسا د يوه امنيتي كاركوونكي د ترور عاملين ونيول شول

د كاپيسا د ملي امنيت رياست د يوه كاركوونكي د ترور عاملين په پروان كې د امنيتي ځواكونو له لوري ونيول شول.
د پروان د والي وياندې وحيدې شهكار پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې د بګرام ولسوالۍ په قلعه نصرو سيمه كې د نښتې په مهال يو نامسوول وسله وال كس وژل شوى دى.
نوموړې وايي، په ياده سيمه كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال دوه تنه، چې د كاپيسا د ملي امنيت رياست د كاركوونكي په وژنه كې يې لاس درلود، له چادريو سره نيول شوي دي.
دغه امنيتي كاركوونكى څو ورځې وړاندې د پروان د مركز چاريكار ښار د ښوونكو په ښارګوټي كې وسله والو موټر سايكل سپرو كسانو ترور كړ.
وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت منلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA