ads

د كابل ښار د ښوونځيو سلګونه زده كوونكي روغتيايي ستونزې لري

د پوهنې وزارت وايي، د كابل ښار په ښوونځيو كې سلګونه نوي شامل شوي زده كوونكي د سترګو، غوږونو او خولې په برخو كې روغتيايي ستونزې لري. دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په روان هجري لمريز كال كې د كابل ښار په ۴۰ ښوونځيو كې د ۹۰۰۰ نوو شامل شوو […]

نویسنده: hewadpal
29 لیندۍ 1398
د كابل ښار د ښوونځيو سلګونه زده كوونكي روغتيايي ستونزې لري

د پوهنې وزارت وايي، د كابل ښار په ښوونځيو كې سلګونه نوي شامل شوي زده كوونكي د سترګو، غوږونو او خولې په برخو كې روغتيايي ستونزې لري.
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په روان هجري لمريز كال كې د كابل ښار په ۴۰ ښوونځيو كې د ۹۰۰۰ نوو شامل شوو زده كوونكو روغتيايي ارزونه وشوه.
د سرچينې په خبره، په دې ارزونه كې ۲۷۷۲ زده كوونكي، چې د سترګو، غوږونو او خولې په برخو كې يې روغتيايي ستونزې درلودې، وپېژندل شول او كورنيو ته يې توصيه وشوه، چې د خپلو ماشومانو درملنه وكړي.
په ښوونځيو كې د نوو شامل شوو زده كوونكو د روغتيايي ارزونې پروګرام د ۱۳۹۸ هجري لمريز كال د چنګاښ مياشتې په شپږمه نېټه پيل شو.
د پوهنې وزارت په وينا، دا پروګرام به د بوديجې د لرلو په صورت كې راتلونكى كال په هرات، كندهار، بلخ او ننګرهار ولايتونو كې هم پلى شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA