ads

دانش: افغانستان د زده كړو په برخه كې ښې لاسته راوړنې لري

د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش وايي، د طالبانو د رژيم له سقوط وروسته له ستونزو سره سره افغانستان د ښوونې او روزنې او لوړو زده كړو په برخو كې ښې لاسته راوړنې لري. نوموړي نن په كابل كې د لويې جرګې په خېمه كې د هېواد له پوهنتونونو د زرګونو محصلينو فراغت غونډې […]

نویسنده: hewadpal
29 لیندۍ 1398
دانش: افغانستان د زده كړو په برخه كې ښې لاسته راوړنې لري

د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش وايي، د طالبانو د رژيم له سقوط وروسته له ستونزو سره سره افغانستان د ښوونې او روزنې او لوړو زده كړو په برخو كې ښې لاسته راوړنې لري.
نوموړي نن په كابل كې د لويې جرګې په خېمه كې د هېواد له پوهنتونونو د زرګونو محصلينو فراغت غونډې ته وويل، په افغانستان كې اوسمهال د لوړو زده كړو ۳۸ دولتي او ۱۳۱ خصوصي ادارې پر فعاليت بوختې دي.
دانش زياته كړه، د هېواد د لوړو زده كړو په دولتي او خصوصي ادارو كې ۳۵۰ زره محصلين زده كړې كوي، چې د دولتي تحصيلي بنسټونو ۲۷ فيصده يې نجونې او ښځې دي.
د هغه په وينا، په ۱۳۹۷يم هجري لمريز كال كې د افغانستان له دولتي او خصوصي پوهنتونونو له ۶۰ تر ۷۰ زرو پورې كسان فارغ شوي، په داسې حال كې، چې دا شمېر د طالبانو د رژيم له سقوط وروسته په ۱۳۸۱يم كال كې ۱۸۰۰ تنه و.
د يادونې وړ ده، چې هر كال د هېواد له پوهنتونونو د فارغو شوو كسانو له جملې ډېرو كمو ته يې كار پيدا كېږي او ځينې يې د كار په لټه كې له هېواده وځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA