د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، ترهګري د ټولو هېوادونو دښمنه پديده ده او بايد په ګډه يې په وړاندې مبارزه وشي.
هغه دا څرګندونې په هند كې د دغه هېواد د ملي امنيت له سلاكار اجيت دوول سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې د محب له قوله راغلي، چې افغانستان او هند په مختلفو برخو کې له يو بل سره همکاري او ګډ کار کولى شي.
ده د افغان حكومت د سولې د اووه ماده يي پلان په اړه روښانه کړه، چې افغانستان په دې طرحې سره غواړي هم په کور دننه او هم د همکارو هېوادونو په کچه همغږي رامنځته او ځان د يوې دايمي سولې او ثبات خاوند کړي.
بل پلو د هند د ملي امنيت سلاركار اجيت دوول وويل، اړتيا ده، چې د ستونزو د حل په هدف د سيمې هېوادونه لاسونه سره يو کړي.
د نوموړي په خبره، هند تيار دى، چې په دې تړاو له خپلې خوا همکاري وکړي.
د افغانستان او هند د ملي امنيت سلاكارانو په ليدنه كې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړيکو او امنيتي همکاريو، ترهګرۍ ضد مبارزې، افغان سولې بهير او سيمه ييزو همكاريو خبرې وشوې.


