د ټاکنو خپلواک کمسیون په تخار، سرپُل، جوزجان، بدخشان، فاریاب او پنجشیر ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیا شمیرنې پروسه، چې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې د اعتراضونو له امله نهوه ترسره شوې، پرون پای ته ورسوله. ټاکل شوې چې نن د بغلان ولایت د رایو بیا شمېرنه هم پای ته ورسېږي، خو لا هم نهده معلومه چې د جمهوري ریاست ټاکنو قسمي او ابتدايي پایلې به واقعاً کله اعلانېږي او د خلکو انتظار به پای ومومي.
کومې شمېرې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وړاندې کړې دي، په دغو ولایتونو کې په ټوله کې د ۱۳سوه او ۷۹ محلونو د رایو تفتیش او له سره شمېرلو ته اړتیا وه. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رییس حبیبالرحمان ننګ د معلوماتو له مخې لږ تر لږه د څلور ولایتونو پایبلې د رایو جمعبندۍ مرکز ته رسېدلې او هلته دوی ورباندې تطبیقات کوي او د پاتې بدخشان او فاریاب ولایتونو د نتایجو تر رسېدو وروسته به، د تفتیش او بیا شمېرنې معلومات لږ تر لږه په دوو برخو کې سیسټم ته پورته کېږي. ویل شوي چې د کمېسیون دارالانشا به راروانه شنبې خپل تحلیلي راپور له کمېشرانو سره شریک او تر هغه وروسته به د پایلو د اعلان نېټه مشخصه شي.
د دې ترڅنګ ځینو سرچینو ویلي، چې لږ تر تر لږه څلورو نورو ورځو ته هم اړتیا ده چې کمېسیون د قسمي یا ابتدايي پایلو د اعلان نېټې په اړه پرېکړه وکړي.
په دې منځ کې د حیرانۍ وړ خبره خو دا ده چې کمېسیون ولې دومره ډېر بېوسه شوی او ولې نهشي کولای چې حد اقل د ۷ولایتونو د رایو بیا شمېرنې بهیر لږ تر لږه په ۱۰ ورځو کې بشپړ او پایلې راوباسي؟ بله پوښتنه دا ده چې د دغه ځنډ او پروسې د اوږدېدو تر شا څه تېرېږي او یا د تېرېدو په څال کې دي چې ولس ترې بېخبره پاتې کېږي؟
که چېرې له دې پوښتنو راتېر شو، ایا د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه د دغه کمسیون استقلالیت تر پوښتنې لاندې نهراولي؟ چې په وار وار یې د ابتدايي پایلو د اعلان موده په یو نه یو ډول ځنډول شوې. که چېرې وضعیت په همدې شکل دوام وکړي او د ټاکنو په نسبت د ولس راغېدلی نسبي باور نور هم پسې زیانمن شي، ایا دا پاتې خلک به حاضر شي چې په بل پړاو جمهوري ریاست او یا نورو ټاکنو کې برخه واخلي او که څنګه؟
دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې د جمهوري ریاست ټاکنو د ترسره کېدو له نېټې راهیسې د ولس په ذهن کې ګرځي راګرځي، خو نه کمېسیون د ولس دغو پوښتنو ته تر اوسه کوم مناسب ځواب ویلی او نه هم انتخاباتي ټیمونه له دغو پوښتنو سره کوم تماس نیسي.
په ټوله کې که چېرې د افغانستان د ټاکنو روان بهیر ته په ژوره توګه نظر وکړو، داسې ښکاري چې کرار کرار په تېرو پلونو پل ږدي، یا په بله وینا داسې انګېرل کېږي چې ګواکې افغانستان دې یو ځل بیا د جمهوري ریاست د تېر دور ټاکنو د سناریو د تکرار پر لور روان وي! که نه نو د ټاکنو کمېسیون داسې دلیل نهشي وړاندې کولای چې د ټاکنو د پایلو ځنډ توجیه کاندي.
له دې فرضیې دا نتیجه اخلو چې د ټاکنو د پایلو ځنډ عمده او اساسي علت تخنیکي او اداري اړخ نهلري، بلکې په سیاسي فشارونو کې رېښه لري او ښايي له همدې کبله به وي چې کمېسیون خپله لاره ورکه کړې او په خپلواکۍ او بې پرې توګه پرېکړه او فیصله نهشي کولای.
د دې ترڅنګ د ټاکنیزو ډلو له بېلابېلو سنګرنیونو او مهال په مهال د نویو نویو پلمو له رامنځ ته کولو داسې برېښي، چې ټاکنیز طرفونه له یوې خوا د ځان په ګټه د پایلو مدیریت کولو په لټه کې دي او له بل لوري په دې هڅه کې دی چې وضعیت دومره پیچلۍ، ترینګلی او د خلکو په سترګو کې نازک او وېروونکی انځور کړي، چې بالاخره په نتیجه کې یې بیا یوه بل جانکري ته اړتیا پېښه شي او دوی د واک په چوکیو کینوي او د قدرت وېش ځینې جوړ کړي.
او بالاخره، که چېرې واقعا دغه فرضیه رښتینې وي، د ټاکنیزو ټیمونو، د ملي ګټو، د خلکو له رایو دفاع، د عدالتغوښتنې، سولې، ثبات، همپالنې، دولتجوړونې او اسلاميعدالت شعارونه یو ځل بیا د کاغذ پر مخ پاتې شي او ولس به د ځان په نسبت نور هم بېباوره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ