ads

سپینې ماڼۍ د جمهور رییس ټرمپ استیضاح شرموونکې وبلله

د امریکا د کانګریس غړو په لوی اکثریت د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د استیضاح پرېکړه لیک تصویب کړ. پر نوموړي تور پورې شوی، چې د سیاسي ګټو لپاره یې له بهرنیو هېوادونو مرسته غوښتې ده. د دغه هېواد د ډیموکراټ ګوند غړي وایي، ټرمپ د پوځي مرستو په بدل کې له اوکراین څخه غوښتنه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 لیندۍ 1398
سپینې ماڼۍ د جمهور رییس ټرمپ استیضاح شرموونکې وبلله
سپینه ماڼۍ

د امریکا د کانګریس غړو په لوی اکثریت د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د استیضاح پرېکړه لیک تصویب کړ.
پر نوموړي تور پورې شوی، چې د سیاسي ګټو لپاره یې له بهرنیو هېوادونو مرسته غوښتې ده.
د دغه هېواد د ډیموکراټ ګوند غړي وایي، ټرمپ د پوځي مرستو په بدل کې له اوکراین څخه غوښتنه کړې وه، چې د نوموړي د سیاسي سیال جو بایډن پر ضد د فساد قضیه راپورته کړي.
د امریکا کانګرس د دغه هېواد د جمهور رییس د استیضاح دواړې مادې تصویب کړې او په دې ډول د امریکا په تاریخ کې دا درېیم جمهور رییس دی، چې استیضاح کېږي.
بلخوا، ټرمپ دا تورونه ردوي او ټینګار کوي، چې ډیموکراتان د ده پر ضد دسیسې جوړوي او په دې توګه یې له واکه ګوښه کوي.
جمهور رییس ټرمپ پر خپله ټوټېر پاڼه د استازو جرګې د اوسنۍناستې په اړه لیکلي، چې ده هېڅ کومه ګناه نه ده کړې، خو سخت دریځه کیڼ اړخي یې بیا هم استیضاح کوي.
سپینې ماڼۍ هم د کانګریس د غړو دغه کار په کلکو ټکو غندلی او د متحده ایالاتونو په تاریخ کې یې شرموونکی عمل بللی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA