په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د شهیدو شوو کورنیو غړي شکایت کوي، چې د حکومت له لوري یې حقونه په خپل وخت نه ورکول کېږي.
د قرباني شوو کورنیو غړو له کلید سره په خبرو کې وویل، اولادونو یې د دغه هېواد د ساتنې او بقا لپاره قرباني ورکړې، خو په مقابل کې یې له دوی سره نه یوازې دولتي ادارو په خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی، بلکې کلونه کېږي چې معاشونه یې د شهیدانو او معلولینو ادارې له لوري ځڼدول شوي دي.
د دغو کورنیو یو شمېر غړي وایي، اوسمهال د شهیدانو ورثه له نامعلومه برخلیک سره مخ دي.
ولسي استازي هم د شهیدانو د کورنیو ستونزې پر ځای ګڼي او په دې برخه کې دولتي اړونده ادارې په ناغیړۍ تورنوي.
د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر وایي، په دولتي ادارو کې د فساد د پراخه شتون له کبله د شهیدانو کورنۍ اړې کېږي، چې د خپلو معاشونو د لاسته راوړلو لپاره اړونده ادارو ته رشوت ورکړي.
بل لور ته د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو چارو امر محمد طیب وایي، چې د شهیدانو د کورنیو ستونزې یې له پامه نه دي غورځولې.
نوموړی ډاډ ورکوي، چې د نوي لمریز کال په راتګ سره به نه یوازې د شهیدانو د کورنیو پاتې معاشونه ورکړي، بلکې د دوی ګڼو نورو ستونزو ته به هم رسېدنه وشي.
په ننګرهار کې د شهید شوو کورنیو غړي وایي، دا یې لومړی ځل نه دی، چې د خپلو حقوقو ته د نه لاسرسي په برخه کې شکایت کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم ورته شکایتونه کړي؛ خو تراوسه یې ستونزو ته دحل لار نه ده لټول شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

