ads

د پکتیکا پوهنتون رییس د مدنې ټولنو له لوري وستایل شو

د مټاخان ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې مشر عبدالقهار همتیار کلید ته وویل، د ښو او بدو تر منځ باید توپیر موجود وي، د کار د خلکو باید ستاینه وشي او هغه کسان چې په چارو کې پاتي راغلي وي، هغوی دې له دندو لېرې شي. نوموړی څرګندوي چې د پکتیکا پوهنتون رییس ته يې ځکه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 لیندۍ 1398
د پکتیکا پوهنتون رییس د مدنې ټولنو له لوري وستایل شو

د مټاخان ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې مشر عبدالقهار همتیار کلید ته وویل، د ښو او بدو تر منځ باید توپیر موجود وي، د کار د خلکو باید ستاینه وشي او هغه کسان چې په چارو کې پاتي راغلي وي، هغوی دې له دندو لېرې شي.
نوموړی څرګندوي چې د پکتیکا پوهنتون رییس ته يې ځکه ستاینلیک ورکړ او په ویاړ ييېغونډه نیولې وه، چې هغه په تېرو دوو کلونو کې زیاتي خوارۍ کړې او د پوهنتون لپاره يې بنسټيز کارونه کړي دي.
د سواد مدنې ټولنې مرستیال عثمان ساحل وايي، په پکتیکا کې د نورو ټولو ریاستونو په پرتله پوهنتون ډېرې لاسته راوړنې لري او په کم وخت کې يې ډېر پرمختګ کړی دی.
هغه د ځینو کارونو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او ويې ویل، چې د یادو کارونو د کولو په صورت کې د پوهنتون رییس ستايي.
د پکتیکا پوهنتون رییس پوهنمل علي جان عادل وايي، ولس پر دوی حق لري چې کار ورته وکړي او ټولو ستونزو ته يي پر خپل وخت رسېدنه وشي.
هغه د مدنې ټولنو له هڅونې مننه کوي او څرګندوي چې دا څه به وکولای ش،ي دوی خپلو مسولیتونو ته نورهم متوجه کړي او په کارونو کې يې نور هم ښه والی راولي.
عادل زیاتوي، اداره په ټول وس هڅه کوي، تر څو دا پوهنتون د هېواد د پرمختللو پوهنتونونو په کتار کې راولي او د سیالۍ په ډګر کې يې نور هم وړاندې کړي.
پوهنمل علي جان عادل له تېرو دوو کلونو راهیسي د پکتیکا پوهنتون د رییس په توګه دنده ترسره کوي چې له کارونو او لاسته راوړنو کې تر ډېره ځايي خلک خوښ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA