ads

په افغانستان کې د کار عمومي کچه منفي ۱۳،۵ سلنو ته را ټېټه شوې

يوه تازه ټول پوښتنه په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې امنيتي ستونزو او د سياسي ثبات نشت په ټوليز ډول د خلکو پر کارو بار منفي سيوری غوړولی دی. خصوصي سکتور او د سوداګريزې خونې چارواکي وايي، د ملي یووالي د حکومت په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د خلکو د کار […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 لیندۍ 1398
په افغانستان کې د کار عمومي کچه منفي ۱۳،۵ سلنو ته را ټېټه شوې

يوه تازه ټول پوښتنه په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې امنيتي ستونزو او د سياسي ثبات نشت په ټوليز ډول د خلکو پر کارو بار منفي سيوری غوړولی دی.
خصوصي سکتور او د سوداګريزې خونې چارواکي وايي، د ملي یووالي د حکومت په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د خلکو د کار او بار وضعيت ډېر خراب شوی دی.
سوداګريزې خونې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کار او بار د وضعيت په ټړاو يوه ټول پوښتنه له رسنيو سره شريکه کړه، چې په هغه کې د کار او بار وضعيت د سختې اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د سوداګريزې خونې مرستيال خان جان الکوزي په همدې غونډه کې وويل، د ټاکنو پايلې ځنډېدل او په افغانستان کې د سياسي ثبات نشت د دوی پر کار او بار خورا منفي اغېزه کړې ده.
په همدې حال کې د سوداګريزې خونې چارواکي وايي، چې پانګه وال په افغانستان کې له ډېرو سختو شرايطو سره مخ شوي دي او په همدې دليل هر کال د پانګونې کيفيت بې خونده کېږي.
د سوداګريزې خونې غړي سخي احمد پيمان په دغه غونډه کې وويل، چې دغه ټولپوښتنه د تېرو کلونو په پرتله وضعيت ډېر کړکېچن او خراب ښيي؛ خو افغان حکومت د خلکو د ستونزو د حل لپاره کومه پرېکنده اراده نه لري.
خو بل پلو د سوداګرۍ او صنايع وزارت بيا وايي، افغان حکومت د خصوصي سکتور لپاره د پام وړ کار کړی دی.
د سوداګرۍ او صنايع وزارت وياند سمير رسا کليد ته وويل، د خصوصي سکتور ډېری ستونزې حل شوې او دوی دې په ډاډه زړه پانګونې وکړي.
دغه ټول پوښتنه د افغانستان په کابل، بلخ، قندهار، او ننګرهار ولايتونوکې ترسره شوې، چې د ګمرکي تعرفو او د پروژو د داوطلبۍ په برخه کې د غير شفاف پروسيجر او سياسي لاسووهنو له کبله خلکو پکې ډېر شکايتونه کړي دي.
د کار او بار پر نشت د خصوصي سکتور اندېښنې پر داسې مهال رامنځته کېږي، چې شاوخوا درې مياشتې کېږي د جمهوري رياست د ټاکنو پايلې ځنډېدلې او د دې پایلو نامعلوم برخلیک د خلکو ورځنی ژوند او کار له ستونزو سره مخ کړی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA