د امریکا کانګریس له اسراییل دولت سره د توغندویي وړتیا لوړېدو په هدف د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.
ټاکل شوې چې دغه پیسې د اسراییل دولت د توغندیو د سیسټم پر پیاوړتیا او دغه هېواد ته د پېښېدونکو ګواښونو پر مخنیوي ولګول شي.
امریکا تر دې وړاندې هم له اسراییل دولت سره لسګونه میلیارده ډالر مرستې کړې دي.
د ایران په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو له اسراییل دولت سره د امریکا پر مرستو اندېښنه څرګنده کړې او دغه عمل یې د دوی پر وړاندې د اسراییل دولت پیاوړي کېدل بللي دي.
خو امریکا او اسراییل دولت د نورو هېوادونو دغه اندېښنه بې ځایه بللې ده.


