ads

په ارزګان کې له ۱۰۰ کونډو مېرمنو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

په ارزګان کې د عطا خيريه بنسټ له لوري په دغه لايت کې له ۱۰۰ هغو کوڼدو مېرمنو سره د خوراکي توکو مرسته شوه، چې موده وړاندې د یاد ولایت د ځوانو فعالانو د سروې پرمهال په نښه شوې وې. د عطا خيريه بنسټ مسول عطا الله عطا زياته وي، چې ارزګانیان جګړو سخت ځپلي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
26 لیندۍ 1398
په ارزګان کې له ۱۰۰ کونډو مېرمنو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

په ارزګان کې د عطا خيريه بنسټ له لوري په دغه لايت کې له ۱۰۰ هغو کوڼدو مېرمنو سره د خوراکي توکو مرسته شوه، چې موده وړاندې د یاد ولایت د ځوانو فعالانو د سروې پرمهال په نښه شوې وې.
د عطا خيريه بنسټ مسول عطا الله عطا زياته وي، چې ارزګانیان جګړو سخت ځپلي او اړتيا وه چې په دغه ولايت کې له جګړه ځپلو کسانو سره مرسته وکړي.
نوموړی وایي، په هېواد کې د ډېرو کورنيو بې سرپرستي او ناوړه اقتصادي حالت روانه جګړه ده او دی ژر تر ژره د اوربند غوښتنه کوي.
بلخوا، هغه کونډې ميندې چې د روانې جګړې پرمهال يې د کورنۍ سرپرستان وژل شوي دي، وایي د جګړو له کبله يې ژوند له سختو کړاونو سره مخ دی.
یادې کونډې مېرمنې له خپل ژوند څخه ستړې ښکاري او په ژغوني غږ خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.
مېرمنې هم د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي، چې د اوربند او جګړې درېدو غوښتنه کوي.
عطا خيريه بنسټ، چې په کور دننه او بهر فعاليت ترسره کوي، له تېرو څو کلونو راهیسي د ناچاره او هغو بېوزلو کورنیو لاس نيوی کوي، چې د بېلابېلو لاملو له کبله زيانمنې شوې دي.
ارزګان د افغانستان هغه وروسته پاتې ولایت دی، چې د تېرو څو کلونو جګړو له کبله یې تر ۹۵ فيصده پورې خلک له لوږي او فقر سره مخ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA