ads

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښوونکو کاري اعتصاب وکړ

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښارښوونکو له دې کبله اعتصاب کړی، چې حکومت له تېرو څو کلونو راهیسې ورسره د رهایشي نمروترڅنګ د لوړ معاش ورکولو ژمني کړې؛ خو تراوسه پورې نه دې عملي شوې. دغو ښوونکو له تېرو درېیو ورځو راهیسې کاري اعتصاب پیل کړی، چې لا هم دوام لري. یاد ښونکې وایې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
26 لیندۍ 1398
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښوونکو کاري اعتصاب وکړ

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښارښوونکو له دې کبله اعتصاب کړی، چې حکومت له تېرو څو کلونو راهیسې ورسره د رهایشي نمروترڅنګ د لوړ معاش ورکولو ژمني کړې؛ خو تراوسه پورې نه دې عملي شوې. دغو ښوونکو له تېرو درېیو ورځو راهیسې کاري اعتصاب پیل کړی، چې لا هم دوام لري.
یاد ښونکې وایې ، پوهنې وزارت ورسره د مور او میرې چلند کوي او په رهایشي نمرو، علمي رتبو او تحصلي برسونو کې یې حقونه تر پښو لاندې کېږي.
دوی ګواښ کوي، چې داځل به تر هغو کاري اعتصاب ته دوام ورکړي، څو یې غوښتنې نه وې منل شوې
څو میاشتې وړاندې هم سلګونو ښوونکو او د نورو ادارو کار کوونکو د خپلو حق الزحمه معاشونو او امتیازاتو په خاطر اعتصاب وکړ، چې د پوهنې وزارت يې نېږدي ۳۹ میلیونه افغانۍ بندي پیسي ورکړې.
خو په ورت وخت کې بیا د هلمند د پوهنې د ریاست مسوولین وایي، دوی ځمکه ټاکلې او له ښاروالۍ سره يې هم خبري کړې، خوهڅه کوي چې ژر تر ژره دغه ستونزه هواره کړي.
بل پلو. بیا زده کوونکي له په ټپه ولاړ درسي حالت څخه شکایت کوي او وایي، هره ورځ ښوونځي ته ځي، خو ښوونکي درس نه ورته وايي او بیرته کورونو ته ستنېږي.
دوی د ښوونکو د ستونزو د ژر حل غوښتنه کوي
که څه هم تر اوسه د ښوونکو د دغه تازه اعتصاب په اړه د پوهنې وزارت مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي؛ خوپه هلمند کې ټول ۲۹۵۷ښوونکي دي، چي ۵۱۴ يي ښځینه دي. حکومت له دې جملي ۴۶۰ ښوونکو ته د رهایشي نمرو اویزونه ورکړي او نیمايي پیسې یې هم تحویل کړې، خوتراوسه پورې د رهایشي نمرو ځای نه دی معلوم.
باید وویل شې، چې په هلمند کې دا دویم ځل دی، چې ښوونکي د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په هدف کارې اعتصاب کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA