د پروان په مركز كې تېر ماښام د كاپيسا د لومړۍ حصې ولسوالۍ د امنيت مدير محمد افضل ترور شو.
د پروان د والي ويانده وحيده شهكار وايي، ياد مدير د چاريكار ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د ښوونكو په ښارګوټي كې نامعلومو موټر سايكل سپرو وسله والو وواژه.
د هغې په خبره، تر دا مهاله د دغې پېښې په تړاو څوك نه دي نيول شوي.
وسله والو طالبانو د كاپيسا د لومړۍ حصې ولسوالۍ د امنيت مدير د وژلو مسووليت منلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ