ads

۳۰ فيصده امريکايان د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د جوبايډن ملاتړي دي

په امريکا کې نوې نظرپوښتنه ښيي، چې د متحدو ايالاتونو د پخواني جمهور رئيس بارك اوباما لومړى مرستيال جوبايډن د امريکا د راتلونکي ۲۰۲۰ ميلادي کال د جمهوري رياست په ټاکنو کې د دغه هېواد د ۳۰ فيصده وګړو له ملاتړه برخمن دى. په دې نظرپوښتنه كې، چې يوه پوهنتون كړې، ۱۳۹۰ امريکايان پوښتل شوي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
26 لیندۍ 1398
۳۰ فيصده امريکايان د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د جوبايډن ملاتړي دي

په امريکا کې نوې نظرپوښتنه ښيي، چې د متحدو ايالاتونو د پخواني جمهور رئيس بارك اوباما لومړى مرستيال جوبايډن د امريکا د راتلونکي ۲۰۲۰ ميلادي کال د جمهوري رياست په ټاکنو کې د دغه هېواد د ۳۰ فيصده وګړو له ملاتړه برخمن دى.
په دې نظرپوښتنه كې، چې يوه پوهنتون كړې، ۱۳۹۰ امريکايان پوښتل شوي دي.
په شوې نظرپوښتنه کې اليزابت وارن ۱۷ او سناتور برني سنډرز ۱۶ فيصده ملاتړ خپل کړى دى.
د جمهوري غوښتونکي ګوند غړى او اوسنى جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ بيا له ۴۳ فيصده ملاتړه برخمن دى، خو په ورته وخت کې ۵۳ فيصده امريكايان په دې باور دي، چې ټرمپ له خپل واکه ناوړه ګټه پورته کړې ده.
ټاکل شوې د امريکا د جمهوري رياست راتلونکې ټاکنې د ۲۰۲۰ ميلادي کال په نومبر مياشت کې وشي، چې ټرمپ به په كې له نورو كانديدانو سره سيالي وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA