په داسې حال کې، چې د افغانستان سولې برخليک لا هم روښانه نه دى، دلته په کابل کې د سولې يو شمېر فعالان ټينګار کوي، چې د سولې لپاره يو غښتلي منځګړيتوب ته اړتيا شته.
دغو فعالانو د ميډيوټيک دفتر په محوريت د سې شنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې د سولې په روان بهير کې د منځګړيتوب رول پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
د افغانستان د سولې په برخه کې فعال بنسټونه په دې باور دي، چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې بايد د منځګړيتوب رول غښتلی شي.
په افغانستان کې د امريکا د سولې انسټيټيوټ ریيس احسان ضياء په دغه غونډه کې وويل، د افغان سولې لپاره نن يو ښه فرصت رامنځته شوى او له دې فرصته بايد سمه ګټه پورته شي.
د ضياء په وينا، افغان سوله هغه مهال بريالۍ کېدلی شي، چې په دغه بهير کې د باور وړ غښتلي هېوادونه منځګړيتوب وکړي.
په افغانستان کې د جرمني سفير پيتر پراګل هم په دې غونډه کې د افغانستان د سولې له بهيره د خپل هېواد د ملاتړ ژمنه تازه کړه.
هغه وويل، هېواد يې هڅه كوي، چې د افغان سولې بهير بريالى شي.
د سولې فعالان داسې انګيري، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې ټکنۍ خبرې د طالبانو د سخت دريځ له کبله دي.
د افغانستان د ميډيوټيک دفتر د ځوانانو مشرې فرحناز مصطفوي همدې ټکي ته اشاره وکړه او ويې ويل، د جګړې ښکېل لوري بايد له زورواکۍ او تاوتريخوالي لاس واخلي او په خپل دريځ کې نرمښت راولي.
د افغانستان د جګړې د سياسي حل لپاره له طالبانو سره د سولې خبرې د پخواني جمهور رئيس حامد کرزي په واکمنۍ کې مطرح شوې، خو تراوسه هم دغه خبرې کوم څرګندې پايلې نه لري.
په افغان سولې بهير کې د منځګړيتوب رول پر پياوړتيا داسې مهال ټينګار کېږي، چې همدا اوس د سولې لپاره د بېلابېلو خواوو هڅې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


