قومي مشر حاجې عبدالعزیز کلید ته وویل، د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په پکتیکا کې د مسولو ادارو له لوري د افغانیو د ترویج او پاکستانۍ کلدارې د بندښت لپاره مناسب ګامونه نه دي پورته شوي.
هغه څرګندوي، چې د کلدارې د راکړې ورکړې لامل دا هم کېدای شي چې پکتیکا له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري او ډېری سوداګر يي مالونه له هم هغه ځايه راوړي.
د عبدالخالق په نوم یو هټيوال وايي، سوداګرو له دې کبله چې پاکستانۍ کلداره د ډالر او افغانیو په مقابل کې ډېری وخت ټیټېږي، لوی زیانونه اړولي دي.
نوموړی څرګندوي، چې اړوندې ادارې باید په ټول وس د پاکستانۍ کلدارې د راکړې ورکړې مخه ونیسي او هټيوال هم ورسره په دې برخه کې همکاري وکړي.
په پکتیکا کې د صرافانو د ټولنې مشر حاجې محمد اکبر کلید ته وویل، په دغه ولایت کې مسولو ادارو د افغانیو د راکړې ورکړې لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.
هغه وايي، په بازار کې افغانۍ په ډېر کم شمېر کې پیدا کېږې. بانک خلکو ته د اړتیا وړ پیسې پر خپل نشي رسولی او نورې چاري يې هم ټکنۍ دي.
د پکتیکا ولایت د افغانستان بانک مسولینو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه او ويې ویل، چې مرکزې ادارې دوی له رسنیو سره له خبرو کولو منع کړي دي.
خو ولایتي مسولین وايي، دوی د پاکستانۍ کلدارې د بندولو او افغانیو د کارولو په برخه کې جدي دي او له ټولو امکاناتو په ګټي اخېستني سره به د پاکستانۍ کلدارې مخه نیسي.
د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکني وویل، په دې اړه ټاکل شوي کمېسیون څو ځلې ناستې کړې او ځينې ستونزې يي چې درلودې، له مرکزې ادارې سره يې شریکې کړې دي.
یاده دي وي چې په دې وروستیو کې د هېواد په ختیځ او سویل ختیځ ولایتونو کې د پاکستانۍ کلدارې د بندولو په اړه حکومتي چارواکو جدي اقدامات ترسره کړي او ویل کېږې چې دا کمپاین تر یو بریده بریالی هم دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


