دغه تاريخي ګنبده، چې د خوست مرکز اړوند د شمل حسن کوټ «ګوډل ښار» په سيمه کې شتون لري، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري يې د رغونې کارونه پیل شول.
د خوست والي محمدحليم فدايي وايي، د دغې تاريخي ګنبدې د رغونې پر چارو څلور ميليونه دوه سوه زره افغانۍ لګښت راځي، چې په شپږو مياشتو کې به يې کارونه بشپړ شي.
والي حليم فدايي زیاتوي، دا لومړۍ ځل دی چې په دغه ولایت کې د یو تاریخي ځای چارې پیلېږي، چی باید د تاریخي میراث په توګه ثبت شي، څو له راتلونکو نسلونو سره د هویت په پېژندنه کې مرسته وکړي.
نوموړي وویل، خلک هم بايد په خپلو سیمو کې د تاریخي ځایونو په رغونه او ساتنه کې له دولت سره همکاري وکړي، څو سیلانیان ترې لیدنه او کتنه وکړي، چې له دې سره د سیمې اقتصادي ارزښت هم زیاتېږي.
په ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مقیم افغان هم وايي، د شمل حسن کوټ تاریخي کنبده د تاریخي ارزښتونو او ابدو له ډلې څخه ده او اساسي جوړول یې په فرهنګي برخه کې ستر ګام دی.
هغه د سیمې له خلکو غوښتنه وکړه، چې د دغې تاریخي ګنبدې په ساتنه کې له دولت سره مرسته وکړي.
بل پلو د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدانور زاهد بيا وايي، چې د شاه اسماعیل تاریخي ګنبدې اساسي رغونې ته ډېره اړتيا ليدل کېده.
نوموړی وايي، چې ددغه ولايت په نورو بېلابېلو سيمو کې به هم د تاريخي ابدو ساتنې او رغونې ته جدي پاملرنه کوي.
که څه هم د يادې ګنبدې د تاریخي مخینې په اړه کره معلومات نشته، خو د سيمې د خلکو په وينا چې دغه ګنبده هغه وخت چې احمدشاه بابا د پاني پت جګړې لپاره روان و، له دې لارې څخه د تېرېدو پرمهال یې اباده کړېده.


