د بنګله دېش پايتخت ته نېږدې نن سهار د پكې جوړولو په يوه فابريكه كې اور لګېدنې ۱۰ كسان وژلي دي.
د دغه هېواد د پوليسو وياند رسنيو ته ويلي، دا اور لګېدنه په يوې درې پوړيزې ودانۍ کې رامنځته شوې او د دوى ملګري توانېدلي، چې د پېښې له ځايه د ۱۰ کسانو جسدونه را وباسي.
لا معلومه نه ده، چې د اور لګېدنې په ځاى کې څومره کسان پر کار بوخت وو او د يادې اور لګېدنې علت هم څرګند نه دى.
تېره اونۍ هم په بنګله دېش کې د پلاستيک جوړولو په يوه فابريكه كې د اور لګېدنې له کبله ۱۹ کسان وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


