د روسيې د سمندري ځواکونو وياند خبر ورکړى، چې د دوى او هندي سرتېرو ترمنځ په هند کې ګډ پوځي تمرينونه پيل شول.
د سرچينې په وينا، دغه تمرينونه د هند په اتر پردېش ايالت کې پيل شوي او هدف يې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې ته چمتووالى ښودل شوى دى.
په دې تمرينونو کې ۷۰۰ روسي سرتېري برخه لري او د دواړو هېوادونو پوځي کښتۍ هم په كې كارول كېږي.
روسيې په دې وروستيو کې له نورو هېوادونو سره ګډ پوځي تمرينونه ډېر کړي او هدف يې د ترهګرۍ په وړاندې ګډه مبارزه بلل شوې ده.


