د پکتیکا پوهنتون زده کړیالانو پرون دا څرګندوني له یاد پوهنتون څخه د ۴۵۸ کسانو په فراغت غونډه کې وکړې.
د الله نور په نوم یو تن له کلید سره په خبرو کې وویل، پکتیکا په ډېری برخو کې له پامه غورځیدلی ولایت دی او مرکزي ادارې ورته لازمه پاملرنه نه ده کړې.
نوموړی څرګندوي، چې هر څومره ژر شونې وي، پکتیکا پوهنتون باید د خوست له شیخ زاهید پوهنتون څخه بېل او یو خپلواک پوهنتون شي.
جلالزی اکبري وايي، د هېواد په کچه به یوازنی ولایت پکتیکا وي، چې پوهنتون يي د یو بل پوهنتون څانګه وي او د اوو کلونو په تېرېدو دې لا هم پکي کوم پرمختګ نه وي شوی.
هغه زیاتوي، پکتیکا خپله زیات شمېر زده کړیالان لري او له نورو ولایتونو ورته په لویه پیمانه کسان د زده کړو لپاره راځي، نو اړتیا ده چې پوهنتون مو خپلواک وي.
حاجې محمد مشعل وايي، په تېرو څلورو کلونو کې يې د ګڼو ستونزو په درلودو سره زده کړې وکړې.
هغه څرګندوي، چې د مسلکي ښوونکو نشتون لویه ننګونه ده او همدا راز د اړتیا وړ کتابونو کمښت د زده کړې بهیر ټکنی کړی دی.
بل لور د پکتیکا پوهنتون رییس پوهنمل علي جان عادل کلید ته وویل، هغه معیارونه چې یو پوهنتون يي د خپلواک کېدو لپاره باید ولري، دا پوهنتون تر اوسه له دې څه نه دی برخمن شوی.
هغه زیاتوي، دا اوږدمهاله پروسه ده، وخت او کار ته اړتیا لري او په وینا يي د پوهنتون اداره په دې برخه کې خپلې هلې ځلي نه سپموي.
په پکتیکا پوهنتون کې د ښوونې او روزنې او زراعت پوهنځي په درلودو سره اوس مهال نېږدې ۲۰۰۰ زره زده کړیالان پر زده کړو بوخت دي.


