د بلخ په مركز مزار شريف ښار كې د جنبش ګوند د پخواني قوماندان نظام الدين قيصاري او امنيتي ځواكونو ترمنځ جګړه دوام لري.
نوموړی په خپلسرۍ او زورواکۍ تورن دی.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل وايي، قيصاري او وسله وال كسان يې له تېرې شپې راهيسې له پوليسو سره پر جګړې بوخت دي.
د نوموړي په خبره، په دې جګړه كې سپكې او درنې وسلې كارول كېږي.
عادل زياتوي، كله چې پوليسو غوښتل قيصاري ونيسي، هغه وسله واله جګړه پيل كړه.
تراوسه د يادې جګړې له كبله د رامنځته شوو زيانونو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
افغان ځواكونو تېره ورځ د قيصاري استوګنځى كلابند كړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ