د نايجيريا د پارلمان غړو منلې، چې بوكو حرام ډلې د دغه هېواد په شمال ختيځه برخه کې په ډله ييز بريد كې ۱۵ کسان وژلي دي.
دوى وايي، بوکو حرام ډلې په دې بريد كې له سپکو او درنو وسلو كار اخيستى، چې له كبله يې د يوه افسر په ګډون نهه امنيتي سرتېري او شپږ ملكي وګړي وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، يادې ډلې په دې وروستيو کې په نايجيريا کې خپلو بريدونو ته زور ورکړى او په ځانمرګو او وسله والو بريدونو سره يې ګڼ شمېر كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغې ډلې په بريدونو كې ۲۰ زره کسان وژل شوي او تر دوه ميليونه ډېر د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


