ads

په ارزګان کې ۱۷۹ کسان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

په ارزګان کې له فني او حرفوي زده کړو څخه شاخوا ۱۷۹ کسان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول، چې ۵۸ ښځي او پاته يې نارينه. د دغه ولايت د کار ټولنيزو چارو رياست ريس فضل الرحيم حقيبن وايي، هڅه کوي چې له دې لارې په دغه ولايت کې د بېکارۍ کچه ټيټه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 لیندۍ 1398
په ارزګان کې ۱۷۹ کسان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

په ارزګان کې له فني او حرفوي زده کړو څخه شاخوا ۱۷۹ کسان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول، چې ۵۸ ښځي او پاته يې نارينه.
د دغه ولايت د کار ټولنيزو چارو رياست ريس فضل الرحيم حقيبن وايي، هڅه کوي چې له دې لارې په دغه ولايت کې د بېکارۍ کچه ټيټه کړي.
هغه زياته وي، چې په روان کال کې يې زيات شمېر بيروزګاره کسان بېلابېلو دولتي او غيري دولتي ادارو ته معريفي کړي دي.
په ورته مهال د دغه ولايت والي محمدشفيق اسدلله سعيد بیا پر تازه فارغو شوو کسانو ږغ وکړ، چې له فني او حرفوي زده کړو وروسته دې په ښار کې د ځانبسیاینې لپاره خپل شخصي کار پیل کړي.
هغه له فني او حرفوي زده کړو له تازه فارغو شوو کسانو څخه وغوښتل، چې دوی نورو کسانو ته هم زده کړې ورکړي.
له فني او حرفوي زده کړو فارغ شوي کسان بیا له جګړو ستړي دي او له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د بېکارۍ له منځه وړلو لپاره دې دغه ډول پروسې ته دوام ورکړي، څو پاتې نور کسان هم له فني او حرفوي زده کړو برخمن شي.
تردې وړاندې په دغه ولايت کې يو شمېر کسانو پر حکومت ږغ کړي و، چې د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره دې خلکو ته دندې پیدا کړي.
ارزګان، چې له تېرو څوکلونو راهیسي پکښې جګړه ده، زيات خلک يې له بې کارۍ څخه هم سرټکوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA