ads

د بريتانيا محافظه كار ګوند د پارلماني ټاكنو ګټونكى شو

د بريتانيا محافظه كار ګوند، چې لومړى وزير بوريس جانسن يې هم غړى دى، د دې هېواد په پارلماني ټاكنو كې په غوڅ اكثريت بريا خپله كړه. دا ګوند، چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو پلوى دى، وتوانېد د پارلمان له ۶۵۰ چوكيو ۳۶۴ يې ترلاسه كړي. جانسن پرون په پارلماني ټاكنو كې […]

نویسنده: hewadpal
23 لیندۍ 1398
د بريتانيا محافظه كار ګوند د پارلماني ټاكنو ګټونكى شو

د بريتانيا محافظه كار ګوند، چې لومړى وزير بوريس جانسن يې هم غړى دى، د دې هېواد په پارلماني ټاكنو كې په غوڅ اكثريت بريا خپله كړه.
دا ګوند، چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو پلوى دى، وتوانېد د پارلمان له ۶۵۰ چوكيو ۳۶۴ يې ترلاسه كړي.
جانسن پرون په پارلماني ټاكنو كې د خپل ګوند له بريا وروسته وويل، دغه بريا د راتلونكي ميلادي كال د جنوري مياشتې په ۳۱مه نېټه له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو په معنا ده.
په ۲۰۱۶م كال كې په يوه ټولپوښتنه كې د بريتانيا څه باندې ۵۱ فيصده اوسېدونكي له اروپايي ټولنې د خپل هېواد د وتلو غوښتونكي شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA