د ملي امنيت عمومي رياست وايي، ځانګړو ځواكونو يې په هلمند كې د وسله والو طالبانو د ډلې هغه څلور غړي نيولي، چې ترهګريز بريدونه به يې پلانول.
له ياد رياسته نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا كسان په واشېر ولسوالۍ كې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي ولسوال ملا سخي داد پر قرارګاه د عملياتو په مهال ونيول شول.
د سرچينې په وينا، عمليات كوونكو ځواكونو دوه ميله كلاشينكوفونه، څلور قبضې لاسي بمونه، يوه پايه مخابره، ۴۰ جلده تبليغاتي پاڼې او درې عرادې موټر سايكلونه هم ترلاسه كړل.
د ملي امنيت عمومي رياست د هلمند په واشېر ولسوالۍ كې په بشپړه توګه د طالبانو د درېيو قرارګاوو د له منځه وړلو ادعا هم كړې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


