د لطف الله حليمي په نوم په هرات كې د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون د ولايتي دفتر يو غړى په ډزو وژل شوى دى.
د دغه دفتر رئيسه فاطمه باقري وايي، حليمي نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې ووژل شو.
د نوموړې په خبره، تر دې دمه د دوى د ياد همكار د وژنې علت او عامل معلوم شوي نه دي، خو پوليس دا پېښه څېړي.
مېرمن باقري كليد ته وويل، مخكې په هرات كې د ټاكنيزو كمېسيونونو د دفترونو كاركوونكي د نامعلومو كسانو له خوا ګواښل شوي وو.
د يادونې وړ ده، چې د روان هجري لمريز كال په تلې مياشت كې يو كس، چې غوښتل يې د ټاكنو خپلواك كمېسيون كمېشنر مولانا محمد عبدالله ترور وكړي، په كابل ښار كې ونيول شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


