د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې مشر عبدالله عبدالله له خپلو ملاتړو وغوښتل، چې د يكشنبې په ورځ د ټاكنو خپلواك كمېسيون ته د پاتې اوو ولايتونو د رايو د تفتيش او بيا شمېرنې اجازه وركړي.
ده تېره شپه يوې خبري غونډې ته د وينا په مهال وويل، دا غوښتنه يې د ښه نيت ښودلو لپاره وكړه او د بې بايومټريكه او بې وخته كارول شوو ۳۰۰ زره رايو پر باطلېدو يې ټينګار پر خپل ځاى دى.
د عبدالله په خبره، هغه قسمي، لومړنۍ او وروستۍ پايلې به ونه ومني، چې درغلي په كې شوې وي.
د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې پلويانو په بدخشان، تخار، پنجشېر، بغلان، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې د ټاكنو خپلواك کمېسيون ته اجازه نه ورکوله، چې رايې بيا وشمېري.
دا مسئله سبب شوې وه، چې ياد كمېسيون د جمهوري رياست ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلان نه کړای شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


