د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې مشر عبدالله عبدالله نن په بغلان كې د وينا په مهال له خپلو پلويانو وغوښتل، د ټاكنو خپلواك كمېسيون دې پرېږدي، چې د يكشنبې په ورځ په پاتې اوو ولايتونو كې د رايو تفتيش او بيا شمېرنه پيل كړي.
ده وويل، په دغې غوښتنې سره ټاكنيزو كمېسيونونو ته فرصت وركوي، چې له خپلو قوانينو او طرزالعملونو سره سم چلند وكړي.
عبدالله يو ځل بيا ټينګار وكړ، د ټاكنو هغه پايلې به ونه مني، چې د درغليو پر بنسټ اعلان شي.
بل پلو د ټاكنو خپلواك كمېسيون مسوولين وايي، د يكشنبې په ورځ به په بدخشان، تخار، پنجشېر، بغلان، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې د رايو د تفتيش او بيا شمېرنې بهير پيل كړي.
د ياد كمېسيون وياند ذبيح الله سادات كليد ته وويل، دا بهير به د ملي او نړيوالو څارونكو او د ټاكنيزو ډلو د استازو په حضور كې ترسره او بيا به د جمهوري رياست ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلان شي.
د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې پلويانو په دغو ولايتونو کې د ټاكنو خپلواك کمېسيون ته اجازه نه ورکوله، چې رايې بيا وشمېري او دا مسئله سبب شوې وه، چې دغه كمېسيون د جمهوري رياست ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلان نه کړای شي.


